اسراییل: د غزې په یوه روغتون برید د اسلامي جهاد سخت دریځې ډلې کړی
په دې پېښه کې د په سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
حماس د دې چاودنې پړه پر اسراییل اچولې، خو اسراییل وایي، په غزه کې دېره د یوې بلې، د فلسطینیانو د اسلامي جهاد سخت دریځې ډلې له خوا فیر شوي توغندي دغه چاودنه رامنځته کړې ده.
اسراییل ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن تر رسېدو لږ مخکې د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګري وویل چې د یوې څېړنې نتیجه تاییدوي چې د اسراییل د دفاعي ځواکونو لهخوا د ځمکې، سمندر او هوا له لارې پر دغه روغتون برید نه دی شوی.
