Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

عزيزي: له چینایي چارواکو سره د پانګونې او ښو اړیکو په هدف لیده کاته لرو

0
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وایي، له چینایي چارواکو سره به په افغانستان کې د پانګونې او ښو اړیکو په هدف لیده کاته ولري.


عزیزي چې په چین کې دی فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د دوی حکومت له وړاندې له چین سره د ګڼ شمېر پروژو هوکړې لاسلیک کړي دي.


د طالبانو د حکومت دغه چارواکی د بیجینګ په کوربه توب د یوې لارې، یوه کمربند د نوښت کانفرانس ته بلل شوی، دغه کانفرانس ته د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو مشران او استازي ورغوښتل شوي دي.


چین د سیمې یوازېنی هېواد دی چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې کابل ته خپل نوی سفیر معرفي کړی دی.


چین او د سیمې نورو هېوادونو د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د هغوی له حکومت سره یې غیر رسمي سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса