Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

تاجکستان له افغانستان سره پر ګډه پوله نوې امنیتي پوستې جوړې کړې دي

0
تاجکستان له افغانستان سره د سرحد په اوږدو څلرویشت نوې امنیتي پوستې پرانیستې.


د تاجکستان د رسنیو په وینا دا پوستې د لخش، شمس الدین شاهین، روشان، اشکاشم، مرغاب او قروغ په سیمو کې جوړې شوې دي.


د تاجکستان ایشیا پلس خبرې اژانس د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی و چې دا پوستې د ولسمشر امام علي رحمان له لارښوونې سره سمې جوړې شوې دي.


تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته د اسلامي افراطي وسله والو ډلو فعالیتونو ته اندېښنه لري او تېره میاشت یې راپور ورکړ چې د دوی امنیتي ځواکونو د انصار الله ډلې درې غړي هغه وخت ووژل چې د افغانستان له خاورې یې هڅه کوله د تاجکستان خاورې ته داخل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса