Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

اروپایي ټولنې د افغان زده کوونکو د ملاتړ لپاره ۹،۹ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

0
اروپایي ټولنې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د زده کوونکو د ملاتړ په نیت نهه اعشاریه نهه میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.


اروپایي ټولنې په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړ، ویلي دي چې د خوړو نړیوال پروګرام ته به دا پیسې ورکړي چې په ننګرهار، نورستان، غور، فراه او جوزجان ولایتونو کې د ابتدایي ښوونځيو د نژدې دوه میلیونه زده کوونکو ملاتړ وکړي.


د اروپایي ټولنې د بیان له مخې، د دې مرستې په مټ به د خوړو نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) د نژدې نهه سوه زره هلکانو او څه باندې اته لکه پنځو زره نجونو لپاره د دوو کلونو په مخه یو وخت صحي خواړه چمتو کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса