Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

رفح دروازه فلسطینیانو ته د مرستو رسولو لپاره پرانیستل شوه

0
د مصر او غزې ترمنځ د رفح په نوم سرحدي دروازه نن له محاصره شویو فلسطینیانو سره د مرستو لپاره پرانیستل شوه.


دا لاره وروسته تر هغې تړل شوې وه چې دوې اوونۍ مخکې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوه.


د القاهره په نوم د مصر دولتي اژانس وایي چې تر دوه سوه ډیرې لارۍ چې شاوخوا درې زره ټنه مواد پکې بار دي، له څو ورځو راهیسې رفح ته څېرمه ولاړې دي او نن یوازې شل لاریو ته اجازه ورکړل شوه چې غزې ته داخلې شي.


د غزې دوه میلیونه او درې لکه استوګن د خوړو او د څښاک اوبو له کمبود سره مخامخ دي.


د روغتونونو مسوولین بیا وایي چې صحي تجهیزات او د جنراتورونو لپاره د سون مواد نه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса