Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

افغان جنس بدلو طالبان د دوی خلاف په جنایت تورن کړل

0
د افغانستان جنس بدلو له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتې دي چې د افغانستان د ( جي بي تي کیو) او ښځو په وړاندې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپیژني.


جنس بدلو په یوه لیک کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، ادعا وکړه چې طالبانو د دوی پرضد په افغانستان کې جنایت ترسره کړی دی.


د دې لیک یوه لاسلیک کوونکي او د ( ال جي بي تي کیو) د حقونو فعال ارتمیس اکبري ازادي راډیو ته وویل چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د دوی د ټولنې له غړیو سره ډیر بد چلند شوی دی، دوی وهل شوې دي او شکنجه شوې دي.


د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د دوه زره دوه ویشتم کال د اکتوبر په میاشت کې د بشري حقونو د ډلې په وینا راپور ورکړی و چې طالبانو د طب محصل حامد صبوري چې جنس بدلی و، په کابل کې ونیو او درې ورځې وروسته تر نیولو یې وواژه.


طالبانو د دې پیښې په اړه څه نه دې ویلي، خو دا خبره کوي چې جنس بدلي جرم دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса