Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

اروپایي ټولنه: په پاکستان کې د افغان کډوالو برخلیک ته اندېښمن یوو

0
اروپایي ټولنې په پاکستان کې د افغان کډوالو برخلیک ته اندېښنه ښکاره کړه.


د پاکستان حکومت تر یو میلیون او اووه لکه ډیرو افغانانو ته خبرداری ورکړی دی چې د نومبر تر لومړۍ نېټې که له پاکستانه ونه وځي، په زوره به یې وباسي.


د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي تګلارې ویاند پیټر ستانو ازادي راډیو ته د ایمیل له لارې په رالیږلي پيغام کې ویلي دي چې په اغېزمن کیدونکو افغانانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د نړیوالې ټولنې لخوا د خپل امنیت د تامینولو په هڅه کې دي.


د ستانو په وینا، ښایي مېرمنې او نجونې افغانستان ته له ستنیدو سره سم له خطر سره مخامخې شي،


نوموړي زیاته کړه، د ټولو چاینلونو له لارې هڅې کوي چې په دې برخه کې نور وضاحت ترلاسه کړي.


د پاکستان د ملي راډیو او یو شمېر نورو رسنیو په وینا، د اکتوبر له لومړۍ تر پرون جمعې پورې تر دوه پنځوس زره ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته تللي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса