Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

لندن کې نژدې سل زرو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون کې ګډون وکړ

0
د لندن پولیس وایي، نژدې سل زره کسانو د برېتانیا په پلازمېنه کې په هغه لاریون کې ګډون کړی چې د فلسطینیانو ملاتړو ډلو له خوا تنظیم شوی او یو له هغو لاریونونو دی چې په اروپا کې ترسره کیږي.


لاریون کوونکو، د فلسطین لپاره ازادي، په غزه کې بمبارۍ بنده کړئ او د اسراییل نژادي تبعیض دې پای ته ورسیږي، شعارونه لیږدول.


د لاریون ډیری ګډونوالو د فلسطین بیرغونه پورته کړي او ځینو یې د پنځو، شپږو، اوو اواتو په ویلو سره اسراییل یو ترهګر دولت دی او فلسطین آزاد کړئ، شعارونه ورکول.


د فرانسې، هسپانیا او ایټالیا پو یوشمېر ښارونو کې هم نن د فلسطینیانو په پلوي او په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په پار لاریونونه پیل شوي دي.


د اکتوبر له اوومې چې حماس پراسراییل پراخ برید کړی، اسراییل پرغزې د هوا او ځمکې له لارې ویجاړونکي بریدونه پیل کړي.


د حماس د وسله والو په برید کې په اسراییل کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او د حماس چارواکو په غزه کې د ۴۳۸۵ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса