Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام: د هرات زلزله ځپلي سرپناه ته سخته اړتیا لري

0
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، UNDP وایي د هرات زلزله ځپلي سرپناه ته سخته اړتیا لري.


دې پروګرام نن په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې ژمی را روان دی او هغه هم یو سوړ ژمی.


سرچینه زیاتوي زلزله ځپلي اوبو، خوړو او د معیشیت په برخو کې نورو مرستوته اړتیا لري.


د دې پروګرام په وینا، دوی سړکونو او همداراز ډېرو برخو کې مرستو ته اړتیا لري.


د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام د هرات زلزله ځپلوته د سرپناه پر اړتیا ټینګار داسې مهال کوي چې په هرات کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تېره اوونۍ په یوه ښارګوټي کې د زلزلو ځپلو لپاره د شاوخوا دونیم زره کورونو د جوړولو خبرورکړ.


د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي، کوښښ کوي چې د دغو کورونو د جوړولو چارې له ژمي مخکې بشپړې کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса