Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د جرمني صدراعظم په خپل هېواد او نورو سیمو کې د صهیونیزم ضد تاوتریخوالي پر زیاتیدو غوسه څرګنده کړه

0
د جرمني صدراعظم اولاف شولز د حماس او اسراییل ترمنځ د روانې میاشتې په لومړیو کې د جګړې له پیلیدو راهیسې په جرمني او د نړۍ په نورو برخو کې د صهیونیزم ضد تاوتریخوالي پر زیاتوالي غوسه څرګنده کړه.


ښاغلي شولز په ختیځ دیساو Dessau ښارکې د یوې نوې کنیسې د پرانستلو په مراسمو کې ګډون کړی و.


د دې ښار وروستۍ کنیسه یا د یهودانو عبادت ځای ۸۵ کاله مخکې د نازیانو له خوا ویجاړ شوی و.


د جرمني په یو شمېر ښارونو کې د اسراییل بیرغونه څېرې شوي او تېره اوونۍ هم ناڅرګنده کسانو د برلین یوې کنیسې ته اور اچوونکي دوه بمونه  ګوزارکړي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса