Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د پاکستان پخوانی صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر د پټو اسنادو په افشا کېدو تورن شول

0
د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې یوې محکمې پخوانی صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شا محمود قریشي د پټو اسنادو په افشا کېدو تورن کړل.


د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې دغو پخوانیو چارواکو ته دغه دوسیه د هغه سند له مخې جوړه شوې چې تېر کال په واشنګټن کې د پاکستان له سفیره ترلاسه شوی دی.


عمران خان او شا محمود قریشي دواړو پر ځان لګول شوي تورونه بې اساسه بللي دي.


عمران خان ادعا کړې چې دغه سند د دې ثبوت دی چې دی تېر کال د پاکستان د پیاوړي پوځ او متحده ایالتونو له‌خوا له واکه لرې کړای شو.


خان د تېر کال په اپرېل میاشته کې د پارلمان له‌خوا سلب صلاحیت شو او وروسته یوې محکمې د دولتي ډالیو د پلور په تور په درې کاله حبس محکوم کړ.


نوموړی د اګست له میاشتې راهیسې د اختلاس په جرم د درې کلن حبس موده بشپړوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса