په افغانستان کې د ترافیکي پېښو درنه مرګ ژوبله؛ څوک پکې پړه دي؟
جواد چې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی، ازادي راډيو ته وويل، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د كابل - جلال اباد پر لويه لاره په يوه ترافيكي پېښه كې ټپي شو او اوس یې هم درملنه روانه ده.
د کابل ښار اوسېدونکې زرافشان وايي چې څه موده وړاندې يې مور د کابل ښار په شهيد اهنګرا څلورلارې کې موټر ووهله او لاسونه يې مات شول.
هغه زیاتوي:
"له بده مرغه مور مې د شهيد اهنګرا په څلورلارې کې ټپي شوه چې د وزير اکبرخان روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې لاس عمليات شو خوښه نه شوه، له څه ځنډ وروسته بيا د وزير اکبر خان روغتون ته لاړو، خو تر اوسه هم مور مې ښه شوې نه ده، لاسونه یې مات دي او بیا عملیات ته اړتیا لري."
دوی د سړکونو خرابوالی او په ځینو مواردو کې د سړکونو کم عرض د ترافیکي پېښو مهم لامل بولي.
تمیم چې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره موټر چلوي، هم د دې لویې لارې له خرابوالي شکایت کوي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل:
"سړکونه خراب دي، هره ورځ چې ځم، موټر مې خرابېږي، موږ بیا بیا مستري ته ورځو. موټرچلونکي هم یو تېز او بل یې ورو ځي، د کابل- جلال اباد لویه لار بیخي خرابه ده، موږ له حکومت څخه غواړو چې دا لویه لاره بېرته ورغوي."
دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۴ زره نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبریالانو ته وویل:
"په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۲۸۸ ترافیکي پېښې شوي، چې له بده مرغه زموږ ۱۰۲۹ هېوادوال په کې شهیدان او ۳۸۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي."
هغه د دغو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو لخوا د موټرونو تېز ځغلول او بې احتياطي وبلله او له هغوى يې وغوښتل چې د موټر چلولو پر مهال احتياط وکړي.
د یادونې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په لویو لارو کې د ډېرو ترافیکي پېښو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
