نړیوال جام؛ پاکستان افغانستان ته د ۲۸۳ منډو هدف ورکړ
د لوبې پچه پاکستان وګټله او توپ وهنه یې وکړه.
پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۲ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم ۷۴، عبدالله شفیق ۵۴ او افتخار احمد او شاداب خان دواړو چټکې ۴۰ ـ ۴۰ منډې وکړې.
په افغان توپ اچونکو کې نوراحمد۳، نوین الحق ۲، عظمت الله عمرزي او محمدنبي یوه یوه ویکټ واخیسته.
افغانستان به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.
