Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اټک کې موقتي کمپ جوړ کړی

0
پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د ستنولو لپاره په اټک کې یو موقتي کمپ جوړ کړی دی.


د راولپنډۍ د کمېشنر په مشرۍ په پرونۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پنجاب او خيبر پښتونخوا پر پوله په دې کمپ کې به افغانان خپل هېواد ته له تلو مخکې ساتل کېږي.


حکومتي چارواکي وايي په راولپنډۍ کې شاوخوا ۲۴ زره بې اسناده افغان کډوال ژوند کوي.


له دې مخکې د پېښور کمېشنرۍ هم د ناراجسټر شویو افغان کډوالو لپاره د موقتي کمپونو د جوړولو امر کړی و، او ویلي یې و چې په دې کمپونو کې به هغه افغان کډوال دېره شي چې د اکتوبر له ۳۱مې وروسته د قانوني اسنادو د نه لرلو له وجې ایستل کېږي.


ملګرو ملتونو او متحدوایالتونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса