Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

ناوړه مالي وضعیت؛ د پاکستان نړیوال هوایي شرکت تېره اوونۍ ۳۲۲ الوتنې درولي

0
د پاکستان نړیوال هوایي شرکت یا 'پي آی اې' وایي، د مالي ناوړه وضعیت له امله یې تېره اوونۍ څه باندې درې سوه الوتنې درولې دي.


د دې شرکت ویاند عبدالله حفیظ خان نن چهارشنبې د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې تېره اوونۍ ۳۲۲ الوتنې درول شوي چې په هغو کې دواړه کورنۍ او نړیوالې الوتنې شاملې دي.


هغه وویل چې د 'پي آی اې' د الوتنو فعالیتونه ځکه اغېزمن شوي چې دا شرکت نه شي کولای د تېلو او پېرل شویو پرزو او نورو وسایلو بلونه پرې کړي او د دې ترڅنګ یې پورونه هم زیات شوي دي.


حفیظ خان زیاته کړه، د شرکت مشرتابه هڅه کوي چې نړیوالې الوتنې بېرته پیل کړي په تېره کاناډا، ترکیې، چین، مالیزیا او سعودي عربستان ته د الوتنو بېرته پیلېدو ته لومړیتوب ورکوي.


د راپورونو له مخې 'پي آی اې' په تېرو څو لسیزو کې ډېر مالي زیانونه کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса