Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د اوکراین په خیرسون د روسیې بریدونه؛ چارواکي: یو تن وژل شوی او ۲۰ نور ټپیان دي

0
د اوکراین د خیرسون د سیمې چارواکي، د روسیې په تازه بریدونو کې د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو او لږترلږه شلو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.


د خیرسون والي الکساندر پروکودین پر ټیلګرام چینل لیکلي چې دغه مرګ‌ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسي ځواکونو په هوایي بریدونو کې چې هغه یې شمېر ۳۵ ښودلی، اوښتي.


د اوکراین پوځ په خپله فېسبوکپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو تېره شپه د روسیې یولس بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه راغورځولي.


د چارواکو په خبره د اوکراین په لوېدیځ کې اټومي تاسیساتو ته نږدې د خمیلنیتسکي په سیمه کې د نن سهار وختي په بریدونو کې ودانۍ ویجاړې شوي چې شل تنه په کې ټپیان شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса