Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

افغان ناروغان او د کراچۍ زندان؛ روغتیايي اسانتیاوې ورته نشته

0
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ او په دغه ښارکې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې افغان کونسلګري د دغه ښار په زندانونو کې افغان ناروغان لازمو روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی نه لري.


منزه کاکړ د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا هغه کسان دي چې د درملني لپاره په ناقانونه توګه پاکستان ته راغلي وو او د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.


د نوموړي په خبره، په دې بندیانو کې داسې ناروغان هم شته چې د سرطان، زړه او پښتورګو په ناروغۍ اخته دي.


اغلې کاکړ وايي، تازه یې له یو داسې مور سره کتلي، چې لور یې سخته ناروغه ده.


هغه زیاتوي:


" پرون یوې زنانه بندي سره مې ولیدل، کډواله وه. په جرمني کې یې د پناه غوښتنې کېس درلود، د هغې ماشومه په ایران کې له وخته مخکې پیدا شوې وه. اوس هغه وړه ماشومه ده د اوو میاشتو ده خو پښتورګو کې یې ستونزه ده. مور يې وايي په جيل کې د ډاکټر اسانتیاوې نشته نو هغه ماشومه ډیره په تکلیف وه.همدارنګه په لاندي جيل کې داسې بندیان دي چې د درملنې لپاره پاکستان ته راغلي وو. په دې کې ذهني، د سرطان، د زړه او د پښتورګو ناروغان هم شته."




منزه کاکړ وايي، د ۲۰۲۲ زېږدیز کال له اکتوبر میاشتې څخه تر اوسه له دغو ناروغانو ۵ کسان مړه شوي دي، خو نوموړې دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې د ناروغانو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل.


د اغلې کاکړ په خبره، دا مهال شا او خوا ۹۰۰ افغان کډوال د کراچۍ په زندانونو کې دي.


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغان کونسلګرۍ سرپرست سید عبدالجبار تخاري هم ازادي راډيو ته د دې موضوع په تاییدولو سره وویل چې دغو ناروغانو ته په زندانونو کې روغتیايي امکانات نشته.


تخاري زیاتوي:


"دلته هغه بندیان چې دي په دوی کې ناروغان شته، سخت ناروغان هم شته او کم ناروغان هم شته. دوی خو موږ ته وايي چې د دوی علاج کوي او کله چې اړتیا وي روغتونونو ته يې وړي خو زه فکر کوم څنګه علاج چې په کار دی هغه نه کیږي. "


د نوموړي په خبره، دا ناروغان چې ډیرې یې د قانوني اسنادو د نه شتون له امله نیول شوي، باید د نوي اعلان پر بنسټ خوشې او بیرته افغانستان ته ستانه کړل شي.


د یادونې ده چې د پاکستان موقت حکومت د اکټوبر تر پایه ۱،۷ میلیونه هغو افغانانو ته چې د دوی له قوله، په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه‌ لري، وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.


په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ وايي، کوم افغان کډوال چې ناروغان او بندیان دي وايي، په بند کې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله او دا چې د دوی په اړه پرېکړې ډیرې ځنډېدلي دې ته حاضر دي بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي څو په خبره یې، خپلو ناروغیو ته د درملنې کومه بله لاره ولټوي.


راپور: ثنا کاکړ 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса