Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د افغان کرکټ بورډ ویاند: لوبډله د سرېلانکا پر وړاندې سبانۍ لوبې ته بشپړه چمتو ده

0
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې سبا دوشنبې له سرلانکا سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.


د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ازادي راډیو ته وویل:


 " افغان لوبډله، څو ورځې وړاندې د هند پونې ته رسېدلې، هلته یې خپل اړوند تمرینات ترسره کړي او د دغې سیالۍ لپاره بشپړه چمتو ده. همدا راز افغان لوبډلې په دغه نړیوال جام کې دوه سترې لوبډلې ماتې کړي چې یو دفاعي اتل انګلستان او بله هم د ۱۹۹۲م کال د نړیوال جام اتله د پاکستان لوبډله ده."


سبانۍ لوبه د کابل پر وخت د ماسپښین یوې بجې پلان شوې ده.


د سبا لوبه به په نړیوال جام کې د افغانستان شپږمه لوبه وي.


افغانستان تر دې دمه ۵ لوبې کړي چې ۳ یې بایللي خو په دوو کې یې د انګلینډ او پاکستان ځواکمنې لوبډلو ته ماتې ورکړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса