Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د کابل - کندهار لویه لاره؛ ترافیکي پېښه کې ۲ تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان دي

0
د کابل- کندهار پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې د دوو کسانو د مړینې او د ۱۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.


باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، خبر ورکړی، چې دغه پېښه نن سهار د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې د یوه ۳۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپه کېدو په نتیجه کې شوې ده.


د خبر له مخې، ډاکټرانو د دوو ټپیانو وضعیت ناوړه بللی دی.


که څه هم د دې تازه پېښې اصلي علت نه دی معلوم، خو د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه رعایت په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса