Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

نړیوال جام؛ افغانستان سریلانکا ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه

0
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې خپله ۶مه سیالي د سریلانکا له لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر وګټله.


افغانستان تر دې بریا وروسته د شپږو نومرو په لرلو سره د نومرو په جدول کې ۵م مقام ته ورسېد.


افغانستان تر سریلانکا وړاندې پاکستان او انګلستان ته هم ماتې ورکړې وې.


د ننۍ سیالۍ پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه. سریلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۴۱ منډې کړې وې.


د سریلانکا یوازینی مخکښ توپوهونکی پتون نساکا و چې ۴۶ منډې یې کړې وې.


په افغان توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي ۴، مجیب الرحمن ۲، راشدخان او عظمت الله عمرزي یوه یوه ویکټ واخیسته.


افغان توپوهونکو ورکړل شوی هدف د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶م اور کې ترلاسه کړ.


د افغانستان لپاره په توپوهنه کې عظمت الله عمرزي ۷۳، حشمت الله ۵۸، رحمت شاه ۶۲ او ابراهیم ځدراڼ ۳۹ منډې وکړې.


د دې سیالۍ د غوره او اغېزمن لوبغاړي جایزې فضل حق فاروقي وګټلې.


باید وویل شي چې افغانستان به خپله ۷مه سیالي د نومبر میاشتې په ۳مه نېټه د هندوستان په لکنوو ښار کې د نیدرلینډ لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса