Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

په زوره د یوه کس د ویښتانو قیچي کېدل؛ طالبان: د قیچي کوونکي د نیولو هڅې پیل شوي

0
په کابل کې د طالبانو د حکومت امنیه قومنداني وایي، د هغه کس د نیولو هڅې یې پیل کړي چې په زوره د یوه ځوان ویښتان قیچي کوي.


د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن دوشنبه د لړم ۲۲مه پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې له محکمې پرته دا ډول فردي کړنې جرم ګڼل کېږي.


په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې په پوځي جامو کې یو کس چې په ظاهره د طالبانو غړی دی، په زور د یوه بل ځوان ویښتان لنډوي.


د دغې پېښې ځای او کره نېټه نه ده معلومه.


دغې ویډیو له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو خلکو پام ځانته اړولی او خلکو دا کار غندلی دی.


تر دې وړاندې هم د طالبانو وسله‌والو او په ځانګړې توګه د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبانو په لارو سړکونو کې عامو خلکو ته دا ډول سزاوې ورکړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса