Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2023

یو شمېر پاکستاني سناتوران: د افغان کډوالو اېستل دې ودرول شي

0
د پاکستان په سنا کې د بېلابېلو ګوندونو غړو د دغه هېواد پر سرپرست حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او د دې مسلې پرېکړه دې منتخب حکومت ته پريږدي.


د جماعت اسلامي سناتور مشتاق احمد خان وويل چې سترې محکمې ته یې غوښتنلیک ورکړی چې د قانون له مخې، سرپرست حکومت د ورځنيوو چارو لپاره دی او د کډوالو د ايستلو پالیسۍ جوړولو واک نه لري.


هغه زیاته کړه چې يو وخت پاکستان افغانان د روس په وړاندې د خپلې دفاع د ډال په توګه یادول خو اوس یې په زور شړي.


د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، د پاکستان د کورنيو چارو سرپرست وزير سرفراز بګټي د کډوالو د ایستلو د پریکړې ننګه کړې او ویلې یې دي چې دا کار د دولت د پریکړې له مخې شوی دی.


بګټي وویل چې افغان کډوال نه شړل کېږي؛ بلکې غیرقانوني بهرنيان ایستل کېږي، خو سناتورانو د هغه خبرې رد کړي.


د نېشنل پارټۍ سناتور طاهر بزینجو وويل، چې د پاکستان پولیسو د ټولو افغانانو په ضد بد چلند پیل کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса