تایوان کې زلزلې لږترلږه ۹ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي
نن سهار د ریښتر په کچه ۷،۴ درجې زلزلې تایوان ولړزاوه.د لومړنیو راپورونو پر اساس، په دې زلزله کې ۹ کسان وژل شوي او له ۹۰۰ ډېر ټپیان دي.د تایوان چارواکو ویلي، تر ۱۲۰ ډېر کسان د نړېدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي.دا په تېرو ۲۵ کلونو کې په تایوان کې بې مخینې زلزله بلل کېږي.
