Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2024

پي‌آی‌سي‌ایس‌ایس: د روانې میاشتې لومړیو درېیو اوونیو کې ۵۵ پاکستاني ځواکونه وژل شوي

0
په پاکستان کې د نومبر په لومړیو درېیو اوونیو کې لږ تر لږه ۵۵ امنیتي ځواکونه په نښتو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي.


په اسلام‌اباد کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوټ (PICSS) په یوه راپور کې، چې نن پنجشنبې خپور شو، وویل، د نومبر په لومړیو ۲۰ ورځو کې ۵۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي، په داسې حال کې چې تېره میاشت په همدې موده کې ۳۰ تنه وژل شوي وو.


په تېرو ۲۰ ورځو کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د نښتو پر مهال ۶۳ شکمن وسله‌وال هم وژل شوي دي.


د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټېټیوټ د معلوماتو له مخې، په اکټوبر میاشت کې، ۶۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي وو چې د روان کال تر بلې هرې میاشتې ډېر شمېر دی.


یوازې د اکټوبر په وروستیو لسو ورځو کې ۳۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي وو.


اکثره بریدونه په دوو ایالتونو خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.


په تېرو لسو میاشتو کې په پاکستان کې د دولت د وسله‌والو مخالفو ډلو له لوري ۷۸۵ بریدونه شوي چې له امله یې ۹۵۱ کسان وژل شوي او ۹۶۶ نور ټپیان شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублёв обыграл Бублика и вышел во второй круг турнира ATP в Дохе






«МегаФон» ускорил интернет в кинопарке «Москино»

На БКЛ временно увеличены интервалы движения из-за человека на пути

Биометрия заработает на всех турникетах московского метро до конца года

Названы шесть стран, куда россияне могут попасть без загранпаспорта