Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2024

چارواکي: په ارزګان کې ۹۶ سلنه ماشومان د پولیو ضد واکسین ترلاسه کوي

0
د ارزګان ولایت روغتیايي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې اوس د ماشومانو د پولیو ضد واکسین د تطبیق ساحه د پام وړ پراخه شوې او ۹۶ سلنه ماشومان واکسین ترلاسه کوي.


دوی وايي، اوسمهال په هر سلو ماشومانو کې ۹۶ ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي چې دا فیصدي مخکې له ۳۶ سلنې څخه ډېره لوړه ده.


د چارواکو په وینا، د دې پرمختګ سره به په دې ولایت کې د پولیو په خپرېدو کې پام وړ کمښت راشي او دوی په دې هڅه کې دي چې دا کچه لا نوره هم لوړه کړي څو ټول ماشومان د پولیو له خطر څخه خوندي شي.




د ارزګان ولایت د واکسین د بېړني مرکز رییس ډاکتر بخت محمد مصطفی وايي چې دوی په پوره هڅه کې دي څو ټول ماشومان د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي.


هغه زیاتوي چې د واکسین کمپاین پراختیا لپاره یې مختلفې ستراتېژۍ غوره کړې او د ټولې سیمې په کچه یې هڅې پیل کړي دي.


ډاکتر مصطفی ټینګار کوي چې د واکسین پراخه رسېدنه د ماشومانو د روغتیا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده او دوی ژمن دي چې ټول ماشومان د پولیو له خطره خوندي کړي.


هغه زیاتوي: "موږ ته ویاړ دی چې په ارزګان کې د پولیو واکسین د پراختیا او رسېدنې کچه لوړه شوې، موږ ژمنه کوو چې دغه کار ته دوام ورکړو او ډاډه شو چې هر ماشوم واکسین ترلاسه کوي."


د ارزګان ولایت اوسېدونکي هم د واکسین فعالیتونو ملاتړ کوي او وايي چې اوس د پولیو واکسین تر ټولو ماشومانو پورې رسېږي او د دې سره به په ولایت کې د پولیو خطر کم شي.


د ترینکوټ اوسېدونکې حکمت‌الله وايي:"زما ماشوم ته ما واکسین ورکړی او زه ډاډه یم چې هغه به د پولیو له خطره محفوظ پاتې شي."




دیني عالم حاجي مولوي محمدنبي په وینا، د پولیو واکسین د اسلام له نظره هیڅ ډول ستونزه نه‌لري او دا یو مشروع عمل دی.


هغه وایي چې واکسین کول د ماشومانو د ژوند ساتنې لپاره یوه اړینه او مهمه هڅه ده چې د اسلامي شریعت سره هم سمون لري.


نوموړی زیاتوي چې ټول مسلمانان باید د خپلو ماشومانو واکسین کولو ته اهمیت ورکړي ترڅو دوی له دې خطرناکه ناروغۍ څخه خوندي شي او د ټولنې د صحت په ساتنه کې هم برخه واخلي.




د هغه په وینا: "پولیو واکسین د اسلام له نظره هیڅ ډول ستونزه نه‌لري، دا واکسین د ماشومانو د صحت لپاره دی او زموږ د دین په اساس، د ماشومانو ژوند ساتل او دوی ته پاملرنه کول زموږ دیني فریضه ده."


د ارزګان ولایت کې د پولیو واکسین فعالیتونه د ماشومانو د روغتیا لپاره یو مهم ګام دی.


د حکومت، روغتیايي ادارو او دیني علماوو ملاتړ او همکارۍ سره دا ممکنه ده چې د پولیو ناروغي په دغه ولایت کې پای ته ورسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Сафиуллин заменит дисквалифицированного Синнера на турнире ATP в Дохе






В Подмосковье 14-летняя девушка получила 9 лет колонии за заказ убийства матери

ЦСКА не смог победить «Сочи»

Москвича жестоко избили в переходе станции «Китай-город» и похитили его рюкзак

Загрутдинов: Зонирование пространства культурно-досугового центра в Северном Бутове обеспечивает комфорт для всех посетителей