ايفایآیار: د پاناما او کولمبيا له پولو امريکا ته د افغان کډوالو ورتګ ډېر شوی
دغه فدراسیون د سهشنبې په ورځ (نومبر ۲۶) په یوه راپور کې، د ډارین ګپ درې له لارې د کډوالۍ مخ پر زیاتېدونکي بهیر په څېړلو سره ویلي چې، ۸۲۹۴ افغانان د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د پاناما او کولمبیا له پولو څخه امریکا ته د رسېدو لپاره تېر شوي دي.
د دغه فدراسیون په ټکو، د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ ۹۸ افغانان په ناقانونه توګه لهدې لارې تېر شوي دي.
په همدې حال کې محمدنبي چې د کولمبیا او پاناما له پولو امریکا ته تللی، ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ دوه کاله مخکې د کلمبیا او پانامه پولې له لارې امریکا ته راغلو، ډېرې ستونزې او لګښت یې درلود، خو دا چې ماشومان مو په یوه ښه هېواد کې زدهکړې وکړي او ارامه ژوند ولري، ارزښت یې لري، نورو ته دا سپارښتنه نهکوم ځکه خطر لري او یو ګیم دی."
خو سید منصور ازادي راډيو ته وویل چې، درې کاله وړاندې یې لهدې لارې د تېرېدو هڅه کړې وه، خو بریالی نهشو.
هغه وايي: "موږ په برازیل کې منل شوي وو هلته چې ورسېدو پرېکړه مو وکړه چې امریکا ته ولاړ شو. له ګویان او سورینام هېوادونو څخه مو هڅه وکړه چې کلمبیا او پانامه ته ولاړ شو، خو له بدهمرغه د پولې پولیسو موږ ونیولو او بېرته یې برازیل ته ولېږلو."
په ورته وخت په پاکستان کې یوه افغان کډوال محمدنبي حلیمي ازادي راډیو ته وویل چې امریکا ته د کډوالۍ اراده لري او دا لاره یې غوره کړې ده.
محمدنبي حليمي وايي: "موږ غواړو امریکا ته کډوال شو، قاچاق وړونکي سره غږېدلي یوو، تر فرانسې په کاري ویزې ځو د هوا له لارې او بیا د ځمکې له لارې له برازیل څخه مو پانامې ته وړي او بیا له هغې ځایه امریکا ته."
نړیوال راپورونه ښیي چې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته تر اته میلیونو ډېر کسان له افغانستانه وتلي، چې دا بې مخینه کډوالۍ بلل شوې ده.
ډارین ګپ یوه نرۍ لار ده چې د پاناما او کولمبیا ترمنځ په پوله کې موقعیت لري او یوازینی ځمکنی پل دی چې شمالي او سویلي امریکا سره نښلوي.
خو د امریکا د کډوالۍ د اصلاحاتو فدراسیون په ټکو، د غرنیو سیمو، دلدلونو، خطرناکو حیواناتو او ګڼو ځنګلونو په درلودو سرهسره "دارین ګپ" د هغه کډوالو لپاره لومړنۍ ځمکنۍ لار ده، چې متحدایالاتو ته ځي.
ویل کېږي، چې دغه سړک له څو لسیزو راهیسې د مخدره توکو د وسلهوالو قاچاقبرانو د فعالیت ځای دی.