Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2024

چين او امريکا درې‌درې بنديان تبادله کړي

0
د چین او امریکا ترمنځ د زندانیانو په تبادله کې درې امریکايي او درې چینايي وګړي ازاد شوي دي.


د امریکا د ملي امنیت شورا پرون د (نوامبر ۲۷مه) په یو بیان کې ویلي، مارک سویډن، کای لي او جان لیونګ امریکا ته روان دي.


په بیان کې راغلي، دوی به ډېر ژر له کلونو وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شي.


۴۸ کلن سویډن له ۲۰۱۲ کال راهیسې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور زنداني او د اعدام له سزا سره مخامخ و.


۶۰ کلن کای لي د ۲۰۱۶ کال راهیسې امریکا ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی و او ۷۸ کلن جان چې په امریکا کې يې د څو بیجینګ پلوه ډلو مشري کوله په ۲۰۲۱ کال ونیول شو او دوه کاله وروسته په عمري بند محکوم شوی و.


بل پلو، چینايي چارواکو پرون تایید کړه، چې په دغې تبادله کې چې میاشتې‌‌میاشتې وخت يې ونیوه، د امریکا د متحدایالاتونو په توقیف کې د دوی درې وګړي راخوشې شوې دي.


د امریکايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دې تبادلې په اړه د ورانې میاشتې په پیل کې د ولسمشر بایډن او شي جینپینګ ترمنځ په پیرو کې د اپیک په سرمشریزه کې خبرې اترې شوې وې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Акапулько (ATP). 1-й круг. Рууд сыграет с Риндеркнешем, Шелтон – с Коболли, Махач – с Меньшиком






Строительство свыше 640 тыс. кв. м недвижимости разрешили столичным инвесторам с начала года

На МКАД из-за серьезного ДТП частично перекрыли движение

Бывший депутат Мосгордумы проводит опрос среди инди-разработчиков о законе об играх в России

Назван предмет, вызывающий «попкорновую» болезнь