Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د اوکراین او هنګري مشرانو په خواله رسینو کې نیوکې پر یو بل نیوکې کړي دي

0
 


په خواله رسنیو کې د اوکراین اوهنګري د مشرانو نیوکې


دا انتقادونه په داسې وخت کې شوې دي چې د اروپایي ټولنې د راتلونکې مهالني مشر پولنډ صدراعظم دانالد ټسک وړاندیز کړی دی چې په ژمي کې دې د ماسکو او کییف ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.


ټاکل شوې ده چې د جنوري له پیله هنګري د اروپایي ټولنې مهالنۍ مشري پولنډ ته وسپاري.


د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان په ټویټر کې د چهارشنبې په ورځ ولیکل چې د روسیې له جمهور رییس ولادیمیر پوتین سره یې د اوربند د شرطونو او له اوکراین سره د سولې د خبرو په اړه یو ساعت په ټیلفون خبرې وکړې.


د دې په ځواب کې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي اوربان تورن کړ چې د اروپایي ټولنې په ځای د ځان لپاره تبلیغ کوي. نوموړي په ټویټر کې لیکلي دي چې د اروپایي ټولنې اتحاد د بریالیتوب یو اصل دی او د هغې  جګړې په اړه چې روسیې د اوکراین پرضد پيل کړې، له اوکراین پرته خبرې نه شي کیدای.


د هنګري صدراعظم بیرته ورته لیکلي، د خواشینۍ وړ ده چې زیلینسکي د کرسمس پرمهال اوربند او د ډيرو بندیانو تبادله ردوي.


اوربان په دې توګه د زلینسکي وروستي فرمان ته اشاره وکړه چې له مخې یې له روسیې سره د سولې مذاکرات رد شوې دي.


له نژدې درې کلنې جګړې وروسته، په بروکسل او واشنګتن کې دیپلوماتیکي هڅې تودې شوې دي چې د اتو لسیزو په ترڅ کې په اروپا کې تر ټولو لویه جګړه پای ته ورسوي.


د دیپلوماسۍ هڅې داسې په تودیدو دي چې ټاکل شوې ده د جنوري په شلمه ډانالډ ټرمپ د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر په توګه لوړه وکړي. منتخب ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسیدو مسالې ته لومړیتوب ورکوي.


تر اوسه لاهم د لویدیځو دیپلوماتانو ترمنځ ژور اختلافات په خپل حال دي چې روسیې ته اجازه ورکړي چې په موقت ډول د اوکراین د خاورې ځیني برخې اشغال کړي، پر روسیې لګیدلي بندیزونه لرې کړي او د دغو وړاندیزونو په ځواب کې اوکراین ته د امنیت تضمین ورکړل شي.


بل لور ته د چارو یوشمیر کتونکي وایي چې روسیه د منتخب ولسمشر ټرمپ د لوړې تر مراسمو مخکې هڅې کوي چې د اوکراین ډيره خاوره ونیسي.


اوکراین هم هڅې کوي چې مخکې تر دې چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ځي د سولې د خبرو لپاره خپل دریځ پياوړی کړي. ولسمشر زیلینسکي د شنبې په ورځ په پاریس کې له ډانالډ ټرمپ سره وکتل او له هغه سره یې د اوکراین د سولې شرایط شریک کړل. د رویټرز اژانس د راپور له مخې د دې خبرو پرمهال زیلینسکي په هر ډول خبرو اترو کې د اوکراین لپاره د امنیت د تضمین غوښتنه کوله.


تر دې لیدنې کتنې وروسته د شنبې په ورځ منتخب ولسمشر ټرمپ د هنګري له صدراعظم ویکتور اوربان سره هم په اوکراین کې د جګړې په اړه خبرې وکړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

WTA назвала белоруску Соболенко лучшей теннисисткой года






Кадеты в гостях у московских спасателей

В Москве ставшая жертвой шантажа четвероклассница отправила незнакомцу свои интимные фото

Тульского авторитета Дюка арестовали по делу экс-сенатора Савельева

Подмосковные конькобежцы выиграли 5 медалей на всероссийских соревнованиях