د ایران له کرمان څخه نژدې ۲ زره افغان کډوال وایستل شول
د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا نن (یکشنبه) راپور ورکړ چې مهدی بخشي ټینګار کړی چې په کرمان کې د بې اسنادو افغانانو ګومارل "جرم" ګڼل کېږي.
د بخشي په وینا، دغه کسان د "ټولنیز امنیت د لوړولو" د طرحې په تړاو، د امنیت د احساس د زیاتېدو په هدف، بېرته ستانه کړای شوي دي.
د کرمان دغه څارنوال همداراز ویلي چې په ایران کې بهرنیان باید د قانوني لارو پر اساس واوسي، او که نه، نو د هغوی پر وړاندې به اقدام وشي او له هېواده به وایستل شي.
ایراني چارواکو ویلي چې د روان لمریز کال تر پایه دوه نیم میلیونه افغانان له خپلې خاورې باسي.