Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ترکیه وايي، که ورڅخه وغوښتل شي، سوري ځواکونه به وروزي

0
د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر، د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) وویل چې که د سوریې نوی حکومت ورڅخه وغواړي ترکیه چمتو ده چې د دې هېواد ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.


د رویټرز خبري اژان د راپور له مخې، هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سوریې له نوي  حکومت سره د ترکیې همکارۍ تر څه حده ده، وویل: "انقره اوس هم له ډېرو هېوادونو سره پوځي همکاري او د روزنې تړونونه لري."


ګولر زیاته کړه، باید وخت ورکړل شي او وکتل شي چې د سوریې نوی حکومت څه ډول ګامونه پورته کوي.


د ترکیې دفاع وزیر دا هم وویل چې د دوی لومړیتوب لا هم د سوریې په شمال کې د کورد ملېشو یا  (YPG) له منځه وړل دي، او دا دریځ یې "واشنګټن ته هم روښانه کړی دی.


ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی، د بار اسد د مخالفو وسله والو ملاتړ کاوه ترڅو د هغه حکومت نسکور کړي.


دغه راز، ترکیې له څو کلونو وروسته، پرون (شنبې په ورځ د لیندۍ ۲۴مه) په دمشق کې خپل سفارت بیا پرانیست.


د ترکیې د استخباراتو او جاسوسۍ رئیس ابراهیم قالین، د جمعې په ورځ سوریې ته سفر وکړ او هلته یې د یاغیانو د "هیئت تحریر شام" ډلې له مشر ابو محمد الجولاني سره وکتل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Янник Синнер

Президент Федерации тенниса Италии сравнил Янника Синнера с Винус Уильямс






Культурные выходные в Мытищах приближают Новый год

Смерть актера из сериала «Интерны» Ледовских подтвердили официально

Стало известно о вручении Путиным наград паралимпийцам 16 декабря

Возраст натуральной ели, установленной в Кремле на новогодние праздники, составляет 90 лет