یوې زلزلې د افغانستان شمال لویدیځې سیمې ولړزولې
د متحده ایالاتو د جیولوجي مرکز د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې تر مځکې شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره لاندې و.
تر اوسه د دې زلزلې د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په افغانستان کې د خپل غرني جوړښت له امله تل زلزلې کېږي، او ځینې وختونه دغه زلزلې د درنو تلفاتو او مالي زیانونو سبب کېږي.