Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2024
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو د منځني ختیځ پر وضعیت ټیلفوني خبرې وکړې

0
د اسراییل صدراعظم د شنبې په شپه، د لیندۍ ۲۴مه، د امریکا له منتخب ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې د سوریې وضعیت، په غزه کې د حماس پر ضد د اسراییل د جګړې، او د اسراییل او حماس تر منځ د یرغملو د تبادلې لپاره د احتمالي معاملې پر هڅو خبرې کړې دي.


د دې خبرو نور جزئیات نه دي خپاره شوي، او د اسراییلي رسنیو په راپورونو کې د ایران موضوع نه ده یاده شوې.


د اسراییل صدراعظم ټینګار کوي چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د حماس او حزب‌الله ډلو پر ضد د اسراییل پوځ د بریدونو او په سوریه کې د بشار اسد د رژیم تر سقوط وروسته، د ایران د اتومي پروګرام موضوع د هغه د حکومت په اجنډا کې لومړیتوب لري.


له ټایم مجلې سره په خپلو وروستیو خبرو کې، ډونالډ ټرمپ هم د ایران د اتومي پروګرام پر ضد د احتمالي برید امکان رد نه کړ.


د تېرې شپې ټیلفوني خبرې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته د بنیامین نتانیاهو او ډونالډ ټرمپ تر منځ لږ تر لږه شپږمه مکالمه ده. د اسراییل صدراعظم د خپلو ستراتیژیکو چارو وزیر او د باور وړ سیاستوال ران درمر له لارې د سیمې په اړه خپل دریځونه ټرمپ ته وړاندې کړي دي.


ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ ټایم مجلې ته ویلي و چې نتانیاهو پوهېږي، چې دی غواړي په غزه کې جګړه پای ته ورسېږي. د اسراییل صدراعظم تر دې وړاندې په غزه کې د جګړې د دوام غوښتنه کړې وه.


د سیمې رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د اوسني حکومت چارواکو او د ټرمپ د انتقال ټیم د اسراییل، مصر، او قطر له مشرانو سره اړیکې زیاتې کړې دي، ترڅو د یوې داسې معاملې لپاره هڅې چټکې کړي چې لږ تر لږه یو شمېر هغه ۱۰۰ اسراییلي یرغمل، چې د حماس په لاس کې دي، خوشې شي.


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار په تېرو ورځو کې اسراییل، قطر او مصر ته سفر کړی، او د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی به هم دا اوونۍ اسراییل او سیمې ته سفر وکړي.


د اسراییل هاآرتص ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۲۵مه، د اسراییلي سرچینو په حواله لیکلي چې د یرغمل شویو کسانو د تبادلې په خبرو کې پرمختګ شوی، او اسراییلي چارواکي د دې معاملې په اړه خوشبین دي. د هاآرتص پر اساس، په دې برخه کې باید اساسي پریکړې همدا اوونۍ وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Раскрыта неожиданная причина превосходства молодой теннисистки над Еленой Рыбакиной






Михаил Ведерников на встрече с руководством Группы «Роснано» обсудил сотрудничество в сфере высоких технологий

Можайских спортсменов наградили за достижения 2024 года

Синоптик Леус: похолодание до минус 15 ожидается в Москве в ночь 19 декабря

В Подольске в отопительный сезон работает более 50 тепловых пунктов и более 90 котельных