افغان خبریال مهدي انصاري په یو نیم کال بند محکوم شوی دی
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي مهدي محکومیت تایید کړی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې د هغه ازادۍ ته سملاسي اقدام وکړي.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې.
مهدي انصاري د روان لمریز کال د تلې/میزان په میاشت کې د کابل پل سرخ سیمه کې له دفتره تر وتلو وروسته تري تم شو.
د طالبانو حکومت هغه مهال د خپلو استخباراتو له خوا د مهدي انصاري د نیولو خبرونه رد کړل.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، د طالبانو حکومت دغه خبریال د حکومت ضد تبلیغاتو په تور محکوم او زنداني کړی دی.
یاد سازمان دغه تورونه غیر قانوني او د بیان د ازادۍ د اصولو خلاف بللي دي.