د کونړ پر سرکاڼو او دانګام د پاکستاني ځواکونه لسګونه راکټي بریدونه؛ یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی
تېره شپه یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کونړ سرکاڼو او دانګام ولسوالیو باندې د توپونو په لسګونو ډزې کړې دي.د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادی راډیو ته دا بریدونه تایید کړل او ویې ویل دوی هم په غبرګون د پاکستاني پوځيانو ځینې اهداف ویشتلي دي.