د کرکټ نړیوالې شورا له افغان کرکټه ملاتړ ښوولی او ویلي یې دي چې دوی د طالبانو د پالیسیو مسوول نه شي ګڼل کیدای
د کرکټ نړیواله شورا «ICC» وايي د افغانستان کرکټ بورډ په دې هېواد کې د « طالبانو» د پالیسو لپاره مسول نه شي ګڼل کیدای.
د کرکټ مشهوري ویب پاڼې «کرک انفوCricinfo» د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ویاند قوله لیکلي چې د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي، چې دوی یې مسئول نه دي.