د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د نجونو پر تعلیم خبرې کېږي
ټاکل شوې د اسلامي همکاریو د سازمان (Organization of Islamic Cooperation (OIC) ) دغه غونډه چې د ۴۷ هېوادونو ۱۵۰ استازي په کې برخه لري، نن شنبه په اسلام اباد کې پیل شي.
د پاکستان د پوهنې وزارت پرون جمعه ویلي، په دې غونډه کې د طالبانو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو معلومه نه ده چې طالبان په کې برخه اخلي که نه.
ویل شوي، د دې غونډې یو هدف، په اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې پر پرتو ستونزو او محدودیتونو بحث دی.
د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي، په دې غونډه کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ماشومانو د تعلیم فعالې ملالې یوسفزۍ ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
ملالې پرون پر هغې د برید دوولسو کلونو پوره کېدو په مناسبت ویلي، په افغانستان کې نجونې تر همدردۍ زیات څه ته اړتیا لري.