Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

له سوریې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه وشوه

0
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني وايي، د شپږو میاشتو یا یوه کال لپاره یې پر سوریې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.


 


تاجاني پرون جمعه په لبنان کې یوه کنفرانس ته ویلي، د بندیزونو لیرې کول د ایټالیا کومه ملي پرېکړه نه ده، دا د اروپايي ټولنې پرېکړه ده.


 


د سوریې اوسنیو واکمنو په وار- وار د هغو بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې، چې پر سوریې لګېدلې دي.


 


د یوې افراطي ډلې هیئت تحریر الشام په مشرۍ د سوریې نویو واکمنو چې تېره میاشت پر قدرت ولکه ټینګه کړې، هڅه کوي چې د سوریې د بیارغونې لپاره نړیوالې مرستې جلب کړي.


 


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تېره میاشت دمشق ته د سفر پر مهال له نړیوالو غوښتنه وکړه، چې پر سوریه لګول شوي بندیزونه لیرې کړي، چې دغه جګړه ځپلی هېواد وکړای شي د پرمختګ لار خپله کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса