Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

لبنان: د وژل شویو شمېر ۵ ته ورسېد

0
د لبنان په جنوب کې پر یوه موټر د اسرائیل د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د وژل شویو شمېر ۵ ته ورسېد.


 


د لبنان روغتیا وزارت وايي، په دې حمله کې چې ساحلي ښار صُور ته نږدې په طير دبّا سیمه کې شوې، ۴ نور کسان ټپیان شوي دي.


 


د  اسرائیل پوځ وايي د لبنان په جنوب کې یې د حزب اله ډلې د وسلو یوه لارۍ ویشتلې ده.


 


د اسرائیل او د لبنان د حزب اله ډلې ترمنځ روانه جګړه د اوربند د هغې موافقې له مخې ودرېده، چې د جنورۍ پر ۲۶مه یې مهلت ختمېږي.


 


پر دغه اوربند د نومبر میاشتې پر ۲۷مه د ۶۰ ورځو له پاره موافقه وشوه چې له مخې یې د لبنان پوځ او د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه د لبنان په جنوب کې ځای پر ځای شول او د اسرائیل پوځ له دغو ساحو ووت.


 


له کله چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوومه په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، اسرائیل او د لبنان حزب اله ډلې هم په خپلو کې ډزې تبادله کولې.


 


اسرائیل حزب اله او حزب اله ډلې اسرائیل، له دغه کاواکه اوربند څخه په سرغړونې تورن کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса