Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

په لبنان کې نواف سلام ته د کابینې د جوړولو دنده وسپارل شوه

0
د لبنان د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې د دې هېواد ولسمشر جوزف عون، د پارلمان له فراکسیونونو سره له مشورې وروسته، نواف سلام ته، چې د هاګ د نړیوالې محکمې رئیس دی، رسماً د کابینې د جوړولو دنده وسپارله.


د راپورونو له مخې، تر پرون (دوشنبې) ناوخته پورې د لبنان د پارلمان تر نیمايي زیاتو غړیو د نواف سلام ملاتړ کړی دی.


دا پرمختګ د دې ښودنه کوي چې په لبنان کې د حزب‌الله موقف کمزوری شوی دی. حزب‌الله، چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، غوښتل چې نجیب میقاتی په دې څوکۍ کې پاتې شي.


د دوشنبې تر مازیګر پورې، نواف سلام د پارلمان د ۸۴ غړو ملاتړ ترلاسه کړی و. ښاغلی سلام به، چې اوس مهال په هاګ کې اوسي، د خپلې دندې د پیل لپاره لبنان ته ستون شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса