Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

سعودي عربستان د یورانیمو د غني کولو او پلورلو هڅه کې دی

0
سعودي عربستان غواړي چې د معدني موادو په ځانګړي ډول د یورانیمو په پلورلو خپل عاید زیات کړي.


د دې هېواد د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان، دا خبره پرون (دوشنبې، د جدي په ۲۴مه) په ظهران ښار کې په یوه کنفرانس کې وکړه.


د عبدالعزیز بن سلمان په وینا، ریاض په پام کې لري چې د یورانیمو د غني کولو ترڅنګ "ژېړ کیک" تولید کړي او پلوري.


ژېړ کیک د اتومي رییکټور د سونګ میلو په تولید کې کارول کیږي. سره له دې چې دا منځنۍ ماده د وړانګو له اړخه ډېره خطرناکه نه ګڼل کیږي، خو د هغې د چمتو کولو او ساتنې لپاره زیات مهارت او پاملرنې ته اړتیا ده.  


د سعودي عربستان اتومي پروګرام لا په لومړنیو پړاوونو کې دی خو دا هیواد هڅه کوي چې د یورانیمو د غني کولو پړاو ته ورسیږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса