Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

ریچارډ بینیټ: په نړیوالو سیاسي بحثونو کې دې د افغان کډوالو غږ شامل وي

0
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په نړیوالو سیاسي بحثونو او پرېکړو کې د افغان کډوالو د غږ د شاملولو غوښتنه کړې ده.


ښاغلي بینټ د چهارشنبې په ورځ (جنوري ۱۶مه) په یوه غونډه کې په ټوله نړۍ کې د کډوالو د حقونو د پیاوړتیا او ښه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، «له سیاسي اړخه، د کډوالو حقونو ته باید درناوی وشي».


ریچارډ بینیټ د افغان کډوالو د ستونزو پر اوږد مهاله حل لارو ټینګار وکړ او ویې ویل چې "ژوند د اقلیتونو او مذهبي ډلو په ګډون د ښځو او نجونو لپاره ډېر له ننګونو ډک شوی دی."


افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې وګړي یې د ناوړه سیاسي-اقتصادي شرایطو او د اقلیم د بدلون له امله په ناقانونه توګه کډوالۍ ته اړ شوي دي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۰ کال راهیسې له افغانستان څخه شاوخوا اته میلیونه کسان کډوال شوي، چې ډېری یې ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته تللي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса