Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

جمعه او شنبې د افغانستان په ځینو سېمو کې د تیزو بادونو خبرداری ورکړل شوی

0
د هواپېژندنې ریاست جمعه او  شنبه د افغانستان په ځینو برخو کې د چټکو بادونو لګېدو اټکل کړی دی.


د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست د پنج شنبې په ورځ په یوه خبرداري کې ویلي، چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان په جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د نسبتاً تېزو بادونو اټکل شوی، چې سرعت به یې په په ساعت کې له ۵۰ تر ۷۵ کیلومترو پورې وي. 


افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له لسو زیانګالو هېوادونو ګڼل کېږي. 


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ، په یوه راپورکې ویلي د درنو واورو، بارانونو او توفانونو په ګډون، د هوا سختو حالاتو د افغانستان په شمالي او ختیځو سیمو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه کړي او ۱۷ نور یې ژوبل کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса