ملګرو ملتونو ویلي ۲۰۲۵ کال کې به پنځه میلیونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې وي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي د روان ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې به په افغانستان کې پنځه میلیونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.
"اوچا" په یو راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي در روغتیا په برخه کې د خدمتونو چمتو کولو لپاره ۲۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.