نړیوال بانک په افغانستان کې د بې وزلۍ د کچې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی
دغه بانک تازه په خپل یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بې کارۍ لوړې کچې او د توکو لوړو بیو د خوړو نه خوندیتوب سربیره د بې وزلۍ کچه هم زیاته کړې ده.
په ورته وخت کې یو شمېر بې وزله کورنۍ هم وايي چې د بې کارۍ او د توکو د لوړو بیو له کبله یې ژوند له کړاونو سره مخ دی.