Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د درنې واورې د اورېدو له کبله د سالنګ لاره بیا بنده شوه

0
د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، چې د درنې واورې او سخت توفان له کبله د سالنګونو لویه لار نن سهار بیا د ټرافیکو پرمخ وتړل شوه.


د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د درنې واورې، توفان او د لید ساحې د محدودیت له کبله د سالنګونو لویه لار نن سهار وختي درې بجې د لنډ وخت لپاره وتړل شوه. 


حق شناس له خلکو غوښتنه کړې، چې تر بلې خبرتیا پورې د سالنګ پر لوري حرکت ونه کړي.


تر دې مخکې مخکې هم د درنې واورې او توفان له کبله د جمعې په ورځ ناوخته دغه لار د هر ډول موټرو پرمخ تړل شوې وه، خو تر څو ساعتونو وروسته د شنبې په سهار د کوچنیو مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه. د طالبانو ټولګټو وزارت تېره شپه اعلان وکړ، چې د واورې او وقفه يي توفان له کبله د بامیان د قوناق، شاتو او حاجي ګک کوتلونو لارې هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې دي.


د طالبانو ټولګټو وزارت، د درنې واورې له کبله په موقت ډول د بامیان د قوناق، شاتو او حاجي ګک کوتلونو د لارو د تړل کېدو خبر ورکړ. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې په بامیان کې د ټولګټو ریاست له قراردادي شرکتونو سره په همغږۍ د دغو مسیرونو د پاکولو او خلاصولو هڅه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Разгром решил судьбу матча Арины Соболенко против вундеркинда из России






Экскурсии по старинным улицам и храмам пройдут в рамках проекта «Зима в Москве»

В России меняется порядок постановки авто на учет

Литературный агент в Тарифе – ФАБУЛА.

Лыжница из Татарстана Дарья Непряева одержала победу в скиатлоне на этапе Кубка России