" پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړوو" هغه ژمنه چې تل یې واکمن تکراروي
د کونړ اوسیدونکي وايي، د کونړ د سیند پریمانه اوبه له کوم بدیل پرته په وړیا ډول پاکستان ته روانې دي. د دوی په خبره، تراوسه د دې سیند له اوبو افغان حکومتونو د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هیڅ ګټه نده اخستې.