Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

فضل حق فاروقي یو وار بیا په نړیوال شل اوریز لیګ کې ښه ځلېدلی

0
د افغانستان د ملي لوبډلې کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي فضل حق فاروقي نن یکشنبه د جنورۍ په ۱۹مه نېټه د  متحده عربي اماراتو په " انټرنیشنل شل اوریز لیګ" کې ښه توپ اچونه کړې ده.


نوموړی چې د " مای امارات" په لوبډله کې لوبیږي، په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړي دي او ۴ لوبغاړي یې سوځولي دي.


ښاغلی فاروقي اوس مهال د متحده عربي اماراتو د نړیوال شل اوریزه لیګ د توپ اچوونکو په کتار کې تر ټولو مخکې دی چې په ۴ سیالیو کې یې ۱۱ لوبغاړي سوځولي دي.


نوموړي تر دې وړاندې هم په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو.


په یاده لوبډله کې له فاروقي سره دوه نور افغان لوبغاړي وقار سلامخیل او الله محمد غضنفر هم لوبه کوي.


د ویلو ده چې اوس مهال ګڼ شمېر افغان لوبغاړي په درې مهمو سوداګریزو لیګونو کې لوبیږي چې ټولو تر دې دمه ښې لوبې کړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса