راپورونه وايي افغان فعال حمزه الفت د طالبانو له بنده تر ازادۍ وروسته مړ شوی
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي د افغان فعال حمزه الفت مړینه خواشینوونکې ده او په اړه یې باید تحقیق وشي.ریچارډ بنېټ یکشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه دا بیان خپور کړی.