نږدې ۹۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي هغه ۸۸۲ افغان کډوال بېرته د پاکستان له زندانونو راخلاص شوي چې د کډوالۍ له کارتونو سربېره د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي وو.
د دغه وزارت په بیان کې راغلي دا کسان همدا جنوري میاشت نیول شوي وو او د دوی په هڅو بېرته راخوشې شوي.