ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه کوي
د لوړې مراسم د سړې هوا په خاطر د کانګرس ودانۍ دننه ترسره کېږي.د راپورونو په اساس تمه کېږي چې ټرمپ به د ژمنې سره سم د کار په لومړۍ ورځ د کډوالۍ، مالیاتو او ځینو نورو مسلو په برخه کې یو لړ اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي.